د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې له ۲۰۱۹ز کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا او روسیې لوړپوړو نظامي چارواکو سره لیدلي دي او د نړۍ او افغانستان په اړه یې اوږدې خبرې کړې دي. راپورونه وایي چې دې مذاکراتو شپږ ساعته دوام کړی دی او دواړو لورو په هلسنګي کې سره لیدلي. له معمول سره سم ددې لیدنو او مذاکراتو جزیات نه دي خپاره شوي، خو رسنۍ وایي چې د بحث تر ټولو مهم موضوعات افغانستان او روسیه وو. امریکایي رسنۍ هم د امریکایي ادارو له قوله وایي چې په دې مذاکراتو کې د خطرونو پر کمولو او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې پر مبارزه خبرې شوې دي. روسیه او امریکا د نړۍ په بېلو برخو کې نظامي سیالۍ او ګټې لري چې ددغه ګټو د پاللو لپاره وخت ناوخت دغه ډول مهمې لیدنې ترسره کېږي، خو جزیات یې نه خپرېږي.
































