د امریکا د وسله والو ځواکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې راپور ورکړی دی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکایي سرتېرو خپل ځانونه وژلي دي. راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله راغلي چې مړه شویو سرتېرو په افغانستان کې دنده لرله او د نامعلومو دلایلو له امله یې خپل ځانونه ځړولي دي. دوی وایي چې د وژل شویو کسانو عمرونه تر دېرشو کلونو کم وو. د چارواکو په وینا، دوی تر اوسه پورې د یادو سرتېرو د ځان وژنې اصلي لاملونه نه دي پیدا کړي خو څېړنې یې روانې دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په امریکا او بریتانیا کې ورته ګڼې پېښې ثبت شوې دي.
































