وروسته تر هغه چې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان اړیکې خړپړې شوې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وینډي شرمن سبا د افغانستان پر موضوع د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ځي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې پاکستاني چارواکي د شرمن دې سفر ته خوښ برېښي او تمه لري چې په دې سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اړخ ښي لور ته وڅرخېږي خو امریکایي چارواکو بیا ویلي چې پاکستان ته د شرمن د سفر موخه د طا لبانو په رسمیت پېژندل، پر افغانستان نړیوالو بندیزونه، افغانستان ته لاسرسی او د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پر لارو چارو خبرې اترې دي.
































