د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي ای اې پخوانی مشر وایي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې دغه هېواد سخت بې حیثیت کړی دی. ډېوېډ پټریوس د برېټانیا پارلمان کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې او په صفر کې د شل کلن حضور ضربېدل په نړیواله کچه د امریکا باور ته زیان اړولی دی او دغه هېواد یې بې حیثیت کړی دی. هغه زیاته کړې له دې وروسته د امریکا متحدین له دې ډلې برېټانیا پر امریکا باور نه شي کولی. هغه ویلي امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود خو په پای کې یې وتل په دې بڼه وو چې د امریکا ټول متحدین او ملګري هېوادونه یې غوسه کړي دي.
































