د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې ویلي چې هېواد به یې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو ټینګار یې کړی دی چې چین به هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. وانګ یې دا څرګندونې په دوحه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر ډیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان زده کوونکو ته په چین کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر برابرولو خبرې اترې کړې دي. سرچینې د وانګ یې له قوله زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په ګڼو برخو کې به د همکاریو د لا پراختیا په موخه په راتلونکي کې ګډې ناستې جوړېږي او یو ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.
































