د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادف په مشرۍ د راغلي پلاوي سفر مثبت یاد کړ او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړې چې له خپل ترکمنستاني سیال سره یې په لیدنه کې د تجارت او ترانزیټ برخه کې هم پر یو شمېر مهمو مواردو ګټورې خبرې لرلې دي. متقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په یاده لیدنه کې هوکړه شوې ده چې له ترکمنستان څخه به افغانستان ته د تېلو او ګازو واردات ډېرېږي څو دلته په هېواد کې ورسره د تېلو او ګازو بیې هم راټیتې شي. د هغه په خبره، مرادف ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو بشري او اقتصادي مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. د متقي په خبره، دوی اطمنان ورکړی دی چې د ټاپي په څېر د نورو پروژو د امنیت برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي، د نوري فایبر او ریل پټلۍ د رغنیزو چارو امنیت به خوندي وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې لا پراخېږي.
































