کابل کې د ا.ا د ځواکونو او وسله والو غلو ترمنځ نښته کې دوه غله وژل شوي او یو بل یې په تېښته بریالی شوی دی. د ا.ا د چارواکو په خبره، دا پېښه نن ماسپښین د کابل د ۱۱مې حوزې اړوند د سینما په ګولایي کې رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د تښتېدلي غله د نیولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي او کشفي ارګانونو سره یو ځای هڅه کوي چې یاد کس تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري. د یادونې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې وې خو واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته تر یوه حده دا پېښې کمې شوې دي.
































