د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیوافپي) اجراییوي رییس ویلي چې دوی به په بېړنۍ توګه د بشري ناورین مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا له دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا څرګندونې د خوړو نړیوال سازمان اجراییوي رییس ډیویډ بېزلي د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي. بېزلي ویلي چې دوی ټول په افغانستان کې دي او په دغه هېواد کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو او اړمنو ته د نغدي مرستو د وېش پر میکانیزم کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې په مارکېټ کې د پیسو څرخ ته زمینه برابره او د افغانستان اقتصاد تر یوه حده په خپلو پښو ودرېږي.
































