هره ورځ له دېرش تر پنځه دېرش زره پورې کسان له افغانستان کډوال کېږي. د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان وایي چې دوی پر خپلو پولو او له بالکان سره پر ګډه پوله امنیتي تدابیر سختوي. دده په خبره هره ورځ زرګونه کډوال له دې لارې اروپايي هېوادنو ته د تګ هڅه کوي. هغه ویلي چې هره ورځ د ۳۵ زره په شاوخوا کې کډوال له افغانستان وځي او دا ټول د هنګري له لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسوي.
هغه د اروپايي هېوادونو پر چارواکو غږ کړی چې ژر تر ژره دې له هنګري سره د پولو د ساتنې لپاره امنیتي تدابیر ډېر کړي او له دغه هېواد سره دې مرسته وکړي چې د کډوالو د بحران مخنیوی وکړي.
د هغه له لوري د افغان کډوالو د شمېرې په اړه تر اوسه په رسمي توګه چا غبرګون نه دی ښوودلی، خو نړیوالې رسنۍ وايي چې هره ورځ د افغانستان له پولو وځي او ځان نورو هېوادونو ته رسوي.












