د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې کړې دي. په ورته وخت کې د ازبیکستان استازي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي. هغه دغه راز ویلي چې دوی به د ا.ا د مثبتو اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوي.
































