د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي. ټام وېسټ زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ پر خپل تویټر لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ په سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.
































