لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال ایران ته تللي دي. تر دې مخکې هم د ایران له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو راپورونه خپاره شوي وو. دا د هغو افغانانو شمېر درې چنده دی چې د امریکا او نورو لوېدیځو ځواکونو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په سختو ورځو کې له افغانستانه تللي دي. د راپورونو له مخې ایران اوس مهال د افغانستان د ټول نفوس لس سلنه کوربه دی. له لاس انجلس ټایمز سره په خبرو کې یو شمېر قاچاقبرانو ایران او لویدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره د افغان اتباعو د غوښتنې د زیاتوالي خبر ورکړی. د لاس انجلس ټایمز د راپور له مخې، ایران ته د افغان وګړو مخ پر زیاتیدونکي مهاجرت اروپايي هېوادونو هم اندېښمن کړي دي، ځکه ډېر شمېر کډوال غواړي چې د ایران او ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.
































