چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر برېښنا بریدونه، لاملونه او د یو مسوول حکومت ځواب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 6, 2020
in تبصرې
0
629
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په تېرو څو ورځو کې د برېښنا پر ستنو او د دغه شرکت پر کارکوونکو بې ساري بریدونه شوي دي. که څه هم د برېښنا پر ستنو پخوا هم بریدونه شوي وو، خو دا ځل بریدونه متفاوت، سیستماتیک او زیات دي. یو بل توپیر دا هم دی چې دا ځل د برېښنا شرکت پر کارکوونکو هم بریدونه شوي دي او هغه کارکوونکي په نښه شوي چې نړول شوې ستنې یې رغولې. په دغو بریدونو کې څو کسان ټپیان شوي او په پروني برید کې د پروان د برېښنا سوداګریز مرستیال هم شهید شوی دی. تر اوسه هېڅ چا د دغو بریدونو مسوولیت نه دی اخیستی او حکومت هم تر اوسه څوک په دغو بریدونو کې پر لاس لرلو نه دي ترون کړي. څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو هغه شپږ کسان هم نیولي وو چې د برېښنا یوه لویه ستنه یې نړولې وه، خو حکومت لا هم نه دي ویلي چې دغو کسانو ولې دا کار کړی او له چا سره یې اړیکې لرلې.

خو د برېښنا پر ستنو او کارکوونکو بریدونه څوک کوي او څه غواړي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د برېښنا ستنې تر دې وړاندې د متفاوتو لاملونو له مخې په نښه کېدلې. کله به د طالبانو او حکومت ترمنځ په جګړه کې تخریب شوې، چې حکومت به طالبان ګرمول، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي. د دې تر څنګ په ځینو سیمو کې غله او باج اخیستونکي وو چې له برېښنا شرکت څخه به یې د باج اخیستو هڅه کوله، چې د مماتي سالنګ په نامه یو باج اخیستونکی یې ښه بېلګه ده. د دې تر څنګ داسې هم ویل کېدل چې د تېلو مافیا وخت ناوخته په دغو بریدونو کې ښکېله وي. ځیني کسان اوس هم د تېلو د مافیا خبرې کوي؛ ځکه چې تېل په بې ساري ډول را لوېدلي دي. په افغانستان کې یې هم بیه کمه شوې ده او سم باراز هم نه لري، خو دا ځل ستونزه یو څه متفاوته ښکاري. د تېلو مافیا کولی شي، د برېښنا پر ستنو بریدونه وکړي، خو په دومره کم وخت کې، دومره زیات بریدونه ورته ستونزمن دي. بیا دا خو ورته بیخي ستونزمنه ده چې له دې بریدونه سره هممهاله د برېښنا شرکت پر هغو کارکوونکو هم چاودنې وکړي چې د دغو ستنو د رغونې لپاره سیمې ته تللي وي. داسې ښکاري چې دا چاره دې له وروستیو سیاسي کړکیچونو سره تړلي وي. په داسې حال کې چې اشرف غني او عبدالله سره جوړیږي، ځینې کړۍ له دې چارې ناراضه دي. له دغو کړیو سره په کابل، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې ځیني جنګسالاران، جنایتکاره ډلې او غله شته چې ښکاري دا کړۍ یې پر مټ دغه بریدونه کوي. دوی ښايي غواړي له دې لارې په کابل کې په سیاسي معادلاتو کې خپل ځای پیدا کړي او په دې ډول باج واخلي.

دا یوه چټله لوبه ده چې کثیف او مافيايي سیاستوال یې کاروي. دوی د خلکو د ژوند د تیاره کولو له لارې غواړي خپلو موخو ته ورسیږي. له بده مرغه حکومت هم ډېری وخت له دغو کړیو سره معاملې کړې دي، نو ځکه دوی دغه کار تکراروي. که په کابل کې یو مسوول او ریښتینی حکومت وی، نو له دغو جنایتکارانو سره به معامله متفاوته وه. د دوی پر ضد به په سرعت سره امنیتي ځواکونه کارول شوي وو، ورپسې به عدلي او قضايي ارګانونو په چټکۍ سره قانون عملي کړی وای او ژر به خلکو د دغو جنایتکارانو او د دوی د ملاتړو مړي د برېښنا پر ستنو را ځېړېدلي، لیدلي وای.

Previous Post

په روژه کې له اندازې زیات خوراک د ناروغیو لامل کېږي

Next Post

امریکايي پوځ: نور په افغانستان کې د هوایي بریدونو معلومات نه خپروو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکايي پوځ: نور په افغانستان کې د هوایي بریدونو معلومات نه خپروو

امریکايي پوځ: نور په افغانستان کې د هوایي بریدونو معلومات نه خپروو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جلالي: هڅه کوو له داخلي بودجې روغتیايي خدمتونه پراخ کړو

جلالي: هڅه کوو له داخلي بودجې روغتیايي خدمتونه پراخ کړو

اگست 8, 2025
چين: اړوند هېوادونه دې هر ډول نژاد پرستۍ او نژادي تبعیض له منځه يوسي

چين: اړوند هېوادونه دې هر ډول نژاد پرستۍ او نژادي تبعیض له منځه يوسي

مارچ 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved