آلمان وایي له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. د آلمان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی نه غواړي چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخ شي.
د بربوک په خبره د المان او ملګرو هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅه وکړي. نوموړې وایي دوی هڅه کوي خپلې مرستې په مستقیمه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي او د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
المان دغه راز له افغانستان د زرګونه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی او وایي دوی پتېلې چې شاوخوا ۱۸ زره افغانان باید المان ته ولېږدول شي او دوی هڅه کوي ددغه کسانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.
































