د افغان جګړې اصلي ګټونکي کورني او بهرني قراردادیان وو. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي چې د افغان جګړې تلفات تر ټولو ډېر ملکي وګړو ته اوښتل خو ګټې یې تر بل هر چا بهرنیو او کورنیو قرار دادیانو ته رسېدې.
په راپور کې د مهمو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي، چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر حیف میل شوي چې تر ډېره یې د همدې قرار دادیانو جیبونو ته تللي دي.
په راپور کې راځي چې د امریکا قرار دادیانو له ډېرو وړو پروژو پیل وکړ او میلیاردونه ډالر یې وګټل. سرچینه کاږي د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې پیسې ډېره کمه سلنه یې پر ځای لګېدلې دي. په راپور کې همدا راز راځي، چې سیګار یوازې د اوو ملیاردو ډالرو په اړه پلټنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلې چې یوازې پنځلس سلنه یې پر ځای لګېدلې او پاتې نورې حیف میل شوې دي.
































