د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا بهر ته له تللیو افغانانو غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او په ګډه د هېواد د ځان بسیاینې او بډاینې لپاره کار وکړي. هغه ویلي چې ا.ا په تېرو تېروتنو پسې نه ګرځي. هغه د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو غوښتنه کړې ده چې د تېرې ادارې له مامورینو سره ښه چلند وکړي او د هغوی له پوهې او تجربې د هېواد په ودانولو کې ګته واخلي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې واک ته ا.ا له رسېدو سره سم له هېواد څخه د علمي کادرونو د کډوالۍ بهیر پیل شوی دی او ډېری کسان بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.
































