د ټرانسپورټ او هوانوردۍ ادارې ویلي چې دوی د هېواد د نړیوالو هوایي ډګرونو د ساتنې مسوولیت پر خپله غاړه اخیستی دی خو یوازې تخنیکي برخې به یې هغو قرادادیانو ته ورکړي چې په نړیوالو نورمونو برابر وي. د یادې ادارې مسوولینو ویلي چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د یادو ډګرونو د تخنیکي مسائلو په اړه له قطري او ترکي چارواکو سره خبرې وروستۍ شي. د یادې ادارې ویاند ویلي چې د هېواد د پنځو هوایي ډګرونو د هوایي حریم کنټرول، د الوتکو مسوونیت او ځمکني خدماتو پر سر د یادو هېوادونو له پلاوي سره په خبرو بوخت دي چې ژر به ورسره یوې پایلې ته ورسېږي. د یادونې ده چې ترکیې وړاندې تر دې ویلي وو چې دوی به د هوایي ډګرونو د امنیت مسوولت پر غاړه واخلي خو ا.ا یې په غبرګون کې ویلي چې دوی د هوایي ډګرونو د امنیت برخه کې چاته اړتیا نه لري خو تخنیکي برخه کې له سټنډرډ شرکت سره قراداد ته چمتو دي.












