د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سفر کي به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د کډوالو اړوند هغو مسائلو خبرې اترې وشي چې وړاندې پرې د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې د تلونکي پلاوي د چمتووالي غونډه وشوه او مهم مسائل تر څېړنو وروسته په اجنډا کې ونیول شول. دا واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ایران ته د متقي لومړنی رسمي سفر دی.
































