د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي چې له افغانستان سره مالي مرستې، د امریکا او نورې نړۍ روابط او دغه راز د دغه هېواد له نوي دولت سره د پاکستان اړیکې به د افغانستان راتلونکې روښانه کړي. په دغه راپور کې راغلي چې د پاکستان او افغانستان مثبتې اړیکې کولی شي د دواړو هېوادونو او دغه راز د سیمې له ثبات سر مرسته وکړي. یاد بنسټ زیاته کړې ده چې یوازې بشردوستانه مرستې نه شي کولی افغانستان له اقتصادي بحرانه وباسي. د امریکا د سولې انسټیټوټ وړاندیز کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې نهه میلیارده ډالر مالي پانګه ازاده او بېرته د افغانستان بانکونو ته ولېږدوي. دا راپور پر داسې مهال ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر ستونزې راپورته شوې دي چې دواړو لوریو یې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.
































