وروسته له هغې چې تېره ورځ په افغان جاپان روغتون کې د کرونا د یو ناروغ د کورنۍ لخوا د ډاکترانو د ډبولو خبرونه خپاره شول، اوس د عامې روغتیا وزارت پر حکومت غږ کړی چې د کرونا د تجریدي مرکزونو امنیت دې خوندي کړي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو معین وحید الله مجروح وايي، د ډاکټرانو وهل ډبول، توهین او سپکاوی ورته د کرونا د بحران په شپو ورځو کې د منلو نه دی. د راپورونو له مخې تېره ورځ د یوه ناروغ د مړه کېدو له امله د هغه پایوازانو د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر، نرس او کارګر وهلي ډبولي دي. اوس د عامې روغتیا وزارت معین وحید مجروح وايي، حکومت باید د روغتونونو امنیت جدي ونیسي او په داسې حال کې چې روغتیايي کارمندان تشویق ونه لري باید د وهلو مخه یې هم ونیول شي.
































