چین وایي امریکا دې د افغانستان په تړاو خپلې تېروتنې درک کړی او ددغه هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا د نړیوالو قوانینو پرخلاف نه شي کولی پر افغانستان یو اړخیزو بندیزونو ته ادامه ورکړي. د نوموړي په خبره امریکا ته په کار ده چې د افغانستان په اړه خپلې تېروتنې درک کړي او ددغه هېواد وګړو ته د ښه ژوند اجازه ورکړي. هغه وایي د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د ستر بشري ناورین سبب شوي دي او ددغه هېواد اقتصاد ته یې جدي خطرونه جوړ کړي دي. چین وایي امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او ددغه هېواد پر وړاندې له خپلو ناوړه کړنو لاس په سر شي.































