د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کرونا اومیکرون بڼې پر خپرېدو جدي اندېښنه ښوودلې ده. ددغه ادارې مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې یوازې په تېره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا اومیکرون شاوخوا ۱۵ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او میلیونونه داسې پېښې شته چې لا ثبت شوې نه دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې مشر ویلي چې د اومیکرون نښې نښانې تر نورو بڼو خفیفې دي خو د هغو کسانو لپاره دا ویروس خطرناک دی چې تر دې دمه یې د کرونا واکسین نه دي کړي. د روغتیا نړیوالې ادارې غوښتي چې د اومیکرون د پراختیا مخنیوی وشي، ځکه تر دې دمه په نړۍ کې میلیونونه وګړي د کرونا له واکسین پاتې دي.
































