راپورونه وایي چې د جنوري له څلورمې تر ۲۸مې پورې یوازې په بلوچستان ایالت کې په نهو امنیتي پېښو کې د ۱۳ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې په ټپیانو کې هم اته امنیتي سرتېري شامل دي. په بلوچستان کې د ډېریو پېښو پړه بلوڅ بیلتونپالو پر غاړه اخیستې ده خو پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د وضعیت خرابېدو لامل په افغانستان کې واک ته د ا.ا رسېدل بولي او تل ټينګار کوي چې افغان حکومت باید پاکستاني طالبان له پاکستاني دولت سره رغنده خبرو اترو ته وهڅوي، خو افغان طالبان وایي چې دوی پر پاکستاني طالبانو هومره نفوذ نه لري چې خپلې غوښتنې ورباندې ومني.
































