هغه پلاوی چې ولسمشر غني د ایران پر پوله تېره اوونۍ د یو شمېر افغان کډوالو د وژنې پلټلو لپاره ګومارلی و وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې لا هم روانې دي او راتلونکې اوونۍ به بشپړې شي. دغه پلاوی په پېښه کی د ۱۰ تنو مړینه، د ۱۹ کسانو ژغورل کېدل او د ۱۵ تنو لادرکه کېدل تاییدوي. د پلاوي مشر محمد حمید طهماسي نن په هرات کې په خبري ناسته کې وویل، د ایران د دې پرېکړې هرکلی کوي چی د پلټنو لپاره باید ګډ پلاوی وټاکل شي. د هرات والي سید عبدالوحید قتالي هم ویلي چې د پلټنو پایله به په ملي کچه د حکومت لخوا اعلان شي.
































