ازبکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمر زاکوف په کابل کې د افغانستان د ا.ا له رییس الوزرا سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو خبرې شوې دي.
ازبېک لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دوی همدا راز وایي له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي او ښه ګاونډېتوب ته به ادامه ورکوي.
په دې لیدنه کې همدا راز د ترانزیتي او سوداګریزو پروژو پر عملي کولو او تطبیق هم خبرې شوې دي.
































