د افغانستان ا.ا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس مایرات امانوف سره د ټاپي پروژې په اړه ناسته کړې ده او د یادې پروژې پر امنیتي طرحه یې ورسره خبرې اترې کړې دي. خبرپاڼه کاږي، چې په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته مالومات ورکړي دي. د ترکمنستان چارواکو ویلي، د ټاپي د ګازو نللیکې عملي کار په ترکمنستان کې پای ته رسیدلی دی او ټاکل شوې ده، چې د دې پروژې عملي کار په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې هم پیل شي.
































