افغانستان کې د بشري حقونو رعایت ته هيله مندي ډېره شوې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکلسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان نوي حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده او د پوهنتونونو دروازې یې پرانیستې دي. دده په وینا داسې هیله مندي شته چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مثبت لوري ته روان شي، سره له دې چې دمګړی یې په اړه اندېښنې شته دي. هغه همدا راز د افغانستان نوی حکومت هڅولی چې په کورني مشروعیت پسې وګرځي او د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي. نیکلسن چې تل د نوي حکومت له چارواکو سره په مذاکراتو بوخت وي وايي، تر دې دمه هېڅ اروپايي هېواد د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو ډاډ نه دی ورکړی، خو له ټولو اړخونو سره مذاکرات روان دي، څو په افغانستان کې یو پیاوړی او ډاډمن حکومت رامنځ ته شي.
































