د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ د اتمې په مناسبت ویلي چې د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغانې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي. هغه زیاته کړې ده چې ا.ا د ښځو د ټولو شرعي حقونو په ورکولو کې ځان ژمن بولي او ښځې کولی شي چې له کوم قید او شرط پرته د خپلو ټولو شرعي حقونو غوښتنه وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دي او هغه اوازې یوازې تبیلغات دي چې ګوندې ا.ا د ښځو حقونو او دغه راز بشري حقونو ته درناوی نه لري.
































