د ایراني عسکرو له لوري د افغان مسافرو د وژل کېدو په تړاو نن د ګډ پلاوي پلټنې پیلېږي. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن به د ایران او افغانستان سرحدي کمیسارۍ د ۱۳۳۵ کال د تړون له مخې پر ګډ پوله د شوې پېښې پلټنه کوي. د سرچینې په خبره د دواړو هېوادونو استازي به د پېښې سیمې ته ورځي او هڅه کوي حقایق وپلټي او هر اړخیزه څېړنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي له دې کار موخه دا ده چې عدالت تامین شي او د پېښې له عاملینو سره حساب کتاب وشي. ایراني عسکرو څو ورځې وړاندې پنځوس افغان مسافر په خپله خاوره کې په هریرود سیند لاهو کړل له دې ډلې یوازې ۱۲ یې ژوندي پاتې شوي دي. ایران یو ځل بیا هم دغه ادعا رد کړې ده او وایي چې د ایراني عسکرو او افغان وګړو ترمنځ هېڅ ډول کشمکش یا دغه ډول پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
































