چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د نجونو د ښوونځیو د پیلولو هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 27, 2022
in تبصرې
0
د نجونو د ښوونځیو د پیلولو هڅې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې دي چې ښايي د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې ژر پرانیستل شي. ویل کېږي چې د نجونو زده کوونکو د جامو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو طرحه جوړه شوې ده او له تاییدۍ وروسته به یې ښوونځي پرانیستل شي.‌ معلومه نه ده چې دا چاره به څومره وخت واخلي، خو اټکل کېږي چې په دې اړه به ژر رسمي‌ اعلان وشي.

تر نامعلومې نېټې پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې مخنیوی، د اسلامي امارت داسې پرېکړه وه چې په شدت سره په کوردننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوه. آن ویل کېدای شي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا تر ټولو ناوړه پرېکړه وه، چې پخپله د امارت دننه هم له سخت مخالفت سره مخ شوه او یوه برخه دا مخالفت علني هم شو، خو ډېری کسانو یې دا مخالفت پټ وساته. دې پرېکړې ولس سخت ناهیلی کړ، ډېرو خلکو په راتلونکې او د اسلامي امارت پر ارادې شک وکړ او ځینو فکر وکړ چې اسلامي امارت غواړي د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په شان چلند وکړي. ان له دې پرېکړې وروسته ځینو خلکو پرېکړه وکړه چې د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره افغانستان پرېږدي. د اسلامي امارت دې پرېکړې نږدې په هر کور کې خواشیني خپره کړه، نجونې خپل برخلیک ته او کورنۍ یې خپلو لوڼو ته خپه وې.‌ ددې تر څنګ دا پرېکړه ځکه هم ډېره دردونکې وه چې اسلامي امارت بیا بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې ژمنه کړې وه، خو چې کله یې وخت راغی، نو دوی په ناڅاپي ډول ددې ژمنې عمل کول وځنډول. له بله اړخه دې پرېکړې په ولس کې د اسلامي امارت محبوبیت ته هم زیان ورساوه،‌ ښايي له همدې کبله به وي چې د امارت ډېری غړي هم پر دې پرېکړه خواشیني وو. د نجونو د ښوونځیو په تړاو دې پرېکړې په نړیواله کچه هم اسلامي امارت له ستونزو سره مخ کړ، امارت د نجونو د تعلیم مخالف معرفي شو او ډېری هېوادونو وویل چې د اسلامي امارت د ژمنو او عمل ترمنځ یووالی نشته او له همدې کبله باید په تعامل کې ورسره احتیاط وشي.

اوس چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستنې په تړاو مثبت خبرونه مخ ته راځي،‌ دا یو ښه ګام دی. څومره ژر چې ممکن وي باید ښوونځي پرانیستل شي، ځکه چې اسلامي امارت په دې سره په کوردننه هم خلک خوشاله کوي او هم په نړیواله کچه پر خپل ځان زیاتېدونکي فشارونه کمولی شي. اسلامي امارت دې د ښوونځیو په تړاو ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه عملي کړي، زده کوونکې دې په پوره اسلامي حجاب کې وي، په ښوونځي کې دې ټولې ښوونکې ښځینه وي او نور ټول چاپیریال دې ورته جوړ وي. ولس همدا غواړي او د همدې چارې ملاتړ کوي، خو ښوونځي دې پرانیستل شي.‌ کله چې ښوونځي پرانیستل شي، نړۍ بیا پر دې نیوکې نه شي کولای چې زموږ د نجونو جامې څنګه دي او له دې کبله چې دا زموږ د ارزښتونو بحث دی، نو ولس به د امارت تر څنګ ولاړ وي او د نړۍ فشارونو به خپله مانا او ارزښت له لاسه ورکړي وي. له همدې امله څومره ژر چې شونې وي،‌ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې باید ښوونځي پرانیستل شي.

Previous Post

ډبلیو‌اف‌پي: افغانستان کې مو فعالیتونه د درېدو له ګواښ سره مخ دي

Next Post

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: تمه لرو چې افغانستان کې ښوونځي بېرته فعال شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د قطر د بهرنیو چارو وزیر: تمه لرو چې افغانستان کې ښوونځي بېرته فعال شي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: تمه لرو چې افغانستان کې ښوونځي بېرته فعال شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مایک پمپیو: د پلاوي د اعلان هرکلی کوو، ټول اړخونه دې پر ژمنو عمل وکړي

مایک پمپیو: د پلاوي د اعلان هرکلی کوو، ټول اړخونه دې پر ژمنو عمل وکړي

مارچ 29, 2020
۲۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه ولایته بېرته ایران ته ګرځول شوي

۲۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه ولایته بېرته ایران ته ګرځول شوي

مې 18, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved