په کابل کې د ایران سفارت ويلي، له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې بنسټه او ناسم دي. په داسې حال کې چې خواله رسنۍ د ايران د خلکو او امنيتي ځواکونو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او سپکاوي پر انځورونو او ويډيوګانو ډکې دي، په کابل کې د ايران سفارت وايي، دا هر څه ناسم دي او د دواړو هيوادونو تر منځ د فتنې د رامنځته کولو هڅه ده. کابل کې د ایران سفارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو له خوا د زور زیاتي ویډیوګانې د یوه هدف له مخې پلان شوي موخه یې د افغانستان او ایران د اړیکو خرابول دي. د ایران سفارت ویلي چې دغه هیواد له تیرو څلوېښتو کلونو راهيسې د شاوخوا ۵ میلیونو افغان کډوالو کوربتوب کوي خو په وينا يې چې ناقانونه کډوالو ته اجازه نه ورکوي څو د هغوی خاورې ته ننوځي. د افغان کډوالو له ځورولو د ايران انکار په داسې حال کې دی چې تازه د بشري حقونو د څار سازمان د دوی چلند غير انساني بللی دی. په کور د ننه هم دې چارې ته توند غبرګونونه را پاريدلي دي. د اوبو د تنظيم ادارې پخواني مشر خان محمد تکل هم ويلي، له ايراني لوري سره د اوبو پر سر د مذاکراتو په لومړيو کې ورته مالومه شوه چې د ايران خلک او چارواکي له افغانستان سره هيڅ راز ديني او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه دي. هغه ويلي هيله لري چې د افغانستان ګاونډيان له خپلو بې فرهنګيو او غير شرعي پاليسيو لاس واخلي.
































