د افغانستان د دینې علماوو علمي مجمع د افغانستان د ا.ا له چارواکو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانيزي. يادې مجمع په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښځې هم د نارينه وو په څېر د شرعي او عصري علومو د زده کړې حق لري، څو د عالمانو په توګه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي. په اعلاميه کې دغه راز ټينګار شوی چې حکومت بايد د ښځينه وو د زده کړې لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کړي څو نجونې په پوره ډاډ او شرعي التزام سره زده کړو ته دوام ورکړي. د افغانستان د ديني علماوو علمي مجمع اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم یو شمېر دیني علماوو او مېرمنو په کابل کې د ملي ډیالوګ پرمهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار کړی و.
































