د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، افغانستان د اسيا د زړه په توګه د سيمې د سولې او ثبات لپاره خورا اهميت لري. د چین نړیوالي راډیو د خبر له مخې، وانګ یې چې نن یې په چین کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، اوس مهال د افغانستان حالات په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دي. هغه د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک د هرکلي ترڅنګ ویلي چې، دغه هېواد سولې ته بې سارې نژدې شوی دی. نوموړي زیاته کړې، دی هیله لری چې افغان حکومت ژر خپلې چارې عادي کړي او د سولې لپاره یو منظم چوکاټ رامنځته کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، افغانان هم لکه د نورو په څېر د سوله ییز ژوند حق لري او دوی له بیلابیلو لارو په دې هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هڅه کوي. هغه دغه راز ویلي چې امريکايي ځواکونه دې په مسوولانه توګه له افغانستان ووځي او هڅه دې وکړي چې ترهګر بیا په دې خاوره کې خپلې ریښې ونه غځوي.
































