د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت د خبرو اترو سربېره، حامد کرزي د نجونو پر زده کړې او کار ته د ښځو پر بیا ورستنېدو په تکرار سره ټینګار کړی دی. سرچینه کاږي چې دغه راز په دې لیدنه کې دواړو لوریو په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د افغاني ډیالوګ پر ضرورت د نظر تبادله شوې ده.
































