د میدان وردګو ولایت څخه وروستي راپورونه وایي چې نن په دغه ولایت کې د سویډن کمېټې په مرسته تر دوه کلنې روزنیزې دورې وروسته ۲۵ قابلې فارغې شوې دي. راپورونه وایي چې دې ۲۵ ښځو او نجونو دوه کاله وړاندې په دغه ولایت کې د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د قابلګي روزنیزه دوره پیل کړې وه چې نن فارغې شوې دي او د دیپلوم ترڅنګ ورته ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي. د افغانستان لپاره سويډن کمېټه وايي د دې قابلو په فارغېدو سره له ۲۰۰۴ میلادي کال راهيسې يې د روزل شويو قابلهګانو شمېر ۲۰۶ ته رسېدلی دی.
































