د افغانستان ا.ا د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي ویلي چې ا.ا ټولې ګمارنې د وړتیا او کیفیت پر بنسټ کوي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز ویلي چې ا.ا په بودجه کې له شته ننګونو سره سره د پوهنې د پرمختګ په موخه د ښوونکو لپاره ۱۶ زره بستونه په پام کې نیولي دي. مولوي احمد جان زیاته کړې ده چې د یادو بستونو له ډلې د هېواد په شلو هېوادونو کې د ښوونکو لپاره څه باندې ۷۲۰۰ بستونه اعلان شوي هم دي. نوموړی دا څرګندوڼې پر داسې مهال کوي چې پر ا.ا نیوکې دي چې ټولې ګمارنې د شناخت او ملګرتیا پر اساس کوي. دوی شکایت کوي چې که چا دیني زده کړې نه وي کړې هر څومره که مسلکي هم وي نه ګمارل کېږي.












