اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې او تر سولې وروسته د خپل ملاتړ د دوام په اړه نوې اعلامیه خپره کړې ده. دغې اتحادیې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او تر سولې وروسته له افغانستان سره خپلو مالي او نورو مرستو ته ادامه ورکوي. اروپايي ټولنې د خپلو مرستو د دوام لپاره ځینې مخکیني شرطونه هم اېښي دي. افغان حکومت د اروپايي ټولنې له اعلامیې او ملاتړ هرکلی کړی، خو طالبانو بیا د هرکلي تر څنګ له ځينو مواردو سره مخالفت کړی دی. طالبان وایي، اروپايي ټولنې په ځينو برخو کې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې مداخله کړې چې دا چاره به د سولې پروسه ټکنۍ کړي.
د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو هڅو او اقداماتو په دوام، تازه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. دوی ویلي چې د سولې په صورت کې له افغانستان خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو د دې کار لپاره ځينې شرایط هم لري. اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري او بنسټیزو پروژو د پر مخ بېولو تر ټولو ستر ملاتړی دی او اوس وايي چې مرستې یې په افغانستان کې د ښکېلو لورو لخوا د تاوتریخوالي له کموالي او جګړې له ختمولو سره تړلې دي. اروپايي ټولنې تر ټولو ډېر له طالبانو غوښتي چې د دوی غوښتنو ته جدي پام وکړي، تاوتریخوالی کم کړي، بین افغاني خبرو ته حاضر شي او جګړه پای ته ورسوي. اروپايي ټولنه وايي، د اسلامي امارت د راتګ او همدا راز د دغه ډول نظام د جوړېدو هېڅ راز ملاتړ نه کوي.
دغې ټولنې تر هر څه وړاندې دا غوښتي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره باید سیاسی لار پیدا شي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي. د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې د سولې په خبرو کې باید د بشري حقونو او ولسواکۍ ساتنه شوې وي. همدا راز یې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړې پای ته ورسوي او رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راځي: ((ټولې ډلې په تېره طالبان باید له رامنځته شوي فرصت د سولې د راتګ لپاره استفاده وکړي، جګړې دې ختمې کړي او افغان حکومت ته هم په کار ده چې ولس ته ځواب ویونکې، شفافه، ټول شموله اداره جوړه کړي او همدا راز ډاډ ورکړي چې د سولې لپاره جوړ کړی پلاوی یې هم ټول شموله دی)).
دې ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې لپاره خپلې رښتینې اراده وښيي او همدا راز دې د باور فضا رامنځ ته کړي. اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته په پام بشري اوربند ته غاړه کېږدي او له جګړو لاس پر سر شي. سرچینه همدا راز وایي چې دوی د اسلامي امارت له راتګ هېڅ راز ملاتړ نه کوي او نه یې په رسمیت پېژني. دوی همدا راز ویلي چې روان وضعیت ته په کتو باید د سولې هڅې نورې هم چټکې شي او په خبره یې اروپايي ټولنه تیاره ده چې د افغانستان له خلکو او حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
دغه اعلامیه د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شوې ده. افغان حکومت وایي چې اروپايي ټولنه د افغانستان دایمي ملاتړې او همکاره پاتې شوې ده. افغان حکومت وايي، اروپايي ټولنې په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغان حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړې او اوس یې هم افغان حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې له افغانستان خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
طالبان بیا سره له دې چې د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې له همکارۍ او مرستې هرکلی کوي، خو ځینې خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانان پخپله په بین الافغاني خبرو کې د خپل راتلونکي نظام د جوړښت په اړه پرېکړه کوي، نو ځکه په دې اړه د اروپايي ټولنې څرګندونې په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کېږي چې ښایي د سولې هڅې له خنډ سره مخ کړي.
































