په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري زاروف ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت نور هم پیاوړی او دغه هېواد ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. زاروف ویلي چې روسيه غواړي له افغانانو سره په ښوونیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې په پار همکارۍ وکړي. سرچینه کاږي چې متقي هم د روسیې له سفیر څخه مننه کړې ده چې حکومت یې په روسیه کې له افغان سفارت او ديپلوماتانو سره لازمې همکارۍ کړي دي. متقي زیاته کړې ده چې روسیه کولای شي د خپلو تولیداتو او صاداراتو د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له لاري استفاده وکړي. د ناستې په پای کې دواړو غاړو یو بل ته د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
































