په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشر او د اماراتو د ابوظبۍ سوداګرۍ خونې افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د اماراتو رسنیو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې یا یو این ډي پي، مشر عبدالله الدرداري د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر محمد هلال المهیري او مرستیال هلال محمد ال حمیلي سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې چې دواړو لوریو افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو او په دې برخه کې پر نویو اړیکو جوړولو خبرې وکړې. د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر المهیري ویلي، چمتو دي چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې هر ممکنه مرسته او همکاي وکړي. هغه زیاته کړې، چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره باید داډول ناستې او غونډې ډیرې شي.
































