ایران وایي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول اقدام پراخ ملاتړ کوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني له ولسمشر غني سره په تلیفوني مکالمه کې ویلي دي، دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو تر څنګ یې د افغان حکومت مالکیت او حاکمیت هم ورته مهم دی. دده په خبره د افغانستان له حکومت بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي د سولې په پروسه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت کړي. حسن روحاني ویلي ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا هم مهمه ده، نو له همدې امله کابل او تهران د همکاریو پر یوه جامع سند کار کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سوله په ټوله سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مهمه ده. ولسمشر غني هم ایران د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړی او په بېلو برخو کې یې ددغه هېواد له همکارۍ مننه کړې ده.











