ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې پر ملکي وګړو باید بریدونه پای ته ورسول شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په ننګرهار کې د تېرې ورځې برید غندلی او د ملکي وګړو زیانمنېدل خواشینوونکي بولي. دغه ادارې ویلي چې پر ملکي وګړو دې دغه ډول بریدونه پای ته ورسول شي او د دوی ژوند ته دې ګواښ نه جوړېږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د ملکي وګړو پر تلفاتو اندېښنه ښوودلې وه او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بشر ضد جنایت دی چې عاملین یې باید محاکمې ته راکش کړل شي.
































