د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي له ولسمشر غني سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرونا له امله د رامنځ ته شوي وضعیت منفي اغېز پر کورنیو راکم کړي. نوموړي ویلي نړیوال بانک د افغان حکومت له ټولو ملي او بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. په دې کنفرانس کې ولسمشر غني هم ویلي چې افغانستان د کرونا له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دوی هڅه کوي د کارنده پروګرامونو په مرسته ستونزې حل کړي. په دې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم برخه لرله او د کرونا ویروس پراختیا یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.