د عامې روغتیا وزارت وایي دوی له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د طبي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. ددغه وزارت مرستیال فدا محمد پيکان وایي له همدې امله دوی د مشکوکو پېښو د چټک تشخیص وړتیا هم نه لري. پیکان وايي چې هره ورځ ددوی لابرتوارونو ته تر ۲۰ زره پورې مشکوکې پېښې ورځي خو دوی یوازې د ۱۳۰۰ یا ۱۵۰۰ نمونو د ازمویښت وړتیا لري. هغه وایي ناازمویل شوې نمونې په یخچالونو کې ساتل کېږي او تر نوبت رسېدو پورې هلته وي. له دې سره جوخت عام خلک هم وايي د کرونا د ټېسټ پایله یې دوه، درې یا ان څلور شپې وروسته تر لاسه کوي. عامې روغتیا وزارت بیا ددې ټول ځنډ لامل د توکو کمښت یادوي. تر اوسه په هېواد کې د کرونا ثبت شوې مثبتې پېښې تر ۱۶۵۰۰ اوښتې دي او تر ۲۷۰ پورې کسان یې وژلي هم دي.
































