یو شمېر هغه افغان خبریالان چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه په اسلام اباد کې پراته دي د یوه لاریون په ترڅ کې یې د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پاملرنه وکړي. دوی وایي، له څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې بې برخلیکه پراته دي او ټینګار کوي، هغو بنسټونو چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته یې د افغان خبریالانو د لېږد برخه کې له دوی سره ژمنې کړې وې تر اوسه یې نه دي عملي کړې. دوی وایي، چې په افغانستان کې یې د بیان د ازادۍ لپاره په کلونو کلونو کار کړی دی خو اوس یې ان هغه هېوادونه هم غږ نه اوري چې د بیان د ازادۍ د سرلارو دعوه کوي.
































