د نړیوال بانک مشر ډیویډ ملپاس ویلي، د نړۍ پر اقتصاد به د کرونا وبا اغېزې تر یوې لسیزې پور دوام وکړي. نوموړي زیاته کړې چې دغه راز به د نړۍ په کچه تر ۶۰ میلیونه ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ شي. ډیویډ څرګنده کړې چې کرونا وبا د نړۍ د اقتصاد لپاره ویجاړونکې ده او له دې وروسته به هر تن تر دوه ډالرو کمه ګټه ولري. د نړیوال بانک مشر ویلي، چې په ډېریو بې وزله هېوادونو کې خلک بې دندو شوي او دا اغیزې به تر یوې لسیزې پورې دوام ومومي. د یادونې ده چې تېره اپریل میاشت کې یاد بانک ویلي وو چې د کرونا ویروس له امله د سویلي اسیا هېوادونو اقتصادي وده په تېرو څلوېښتو کلونو کې تر ټولو بد حال سره مخ شوې ده.