برېښنا شرکت وایي، د کابل د صنعتي پارک د برېښنا د کمښت د ستونزې د هوارولو په هدف یې د دې پارک برښنا ۱۲ ساعتو ته پورته کړې ده. برښنا شرکت په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه پرېکړه د دې شرکت د مشرتابه پلاوي د صنعتي پارکونو له استازیو سره په کتنه کې کړې ده. د راپورونو له مخې د کابل صنعتي پارک په تېر جمهوري نظام کې په ۲۴ ساعتونو کې شل ساعته برېښنا درلوده، خو له سیاسي بدلون وروسته هغه د ورځې لس ساعتونو ته را کمه شوې وه.
































