ډېر ژر به په لوګر کې د مس عینک کان د استخراج چارې پیل شي. په کابل کې د چین سفیر وایي دوی په خپلو ژمنو کې جدي دي او پوره هڅه کوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د مسو د ستر کان مس عینک استخراج پيل کړي. نوموړي نن د کانونو او پطرولیم وزارت له سرپرست سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ژر به چینایي شرکت د استخراج چارې پيل کړي چې له دې سره به جوخت لسګونه کسانو ته د کار او بوختیا زمینه هم برابره کړل شي. چین تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د مس عینک کان استخراجوي، خو امنیتي مسایل یې د کار خنډ و او اوس د امنیت په راتګ سره یو ځل بیا دې ته لېواله شوی چې د مس عینک کان استخراج کړي.
































