یو امریکايي چارواکي ویلي چې د افغانانو لپاره د بشردوستانه پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته د افغانانو د انتقال بهیر دروي. دا خبر له هغه وروسته مخې ته راځي چې یو شمېر امریکايي قانون جوړوونکو، پناه غوښتونکو او پوځي ډلو په افغانستان کې د پاتې یو شمېر افغانانو په نه انتقال کېدو نیوکې وکړې. دغه امریکايي چارواکي وویل چې له کمې استثنا پرته به امریکا د بشردوستانه پروګرام بهیر دروي او په بدل کې به یې د امریکایي اتباعو د کورنیو، د دایمي اقامې د اسنادو او د کډوالو د ځانګړو ویزو [SIV] لرونکو او له خطر سره د مخامخ افغانانو انتقال چټکوي. د امریکا متقاعدو پوځیانو په تېر یو کال کې د افغانانو د انتقال په بهیر کې مهم رول لوبولی دی. له افغانستان څخه له تېر کال راهېسې د تخلیې په پروګرام کې څه باندې ۱۲۵زره خلک چې اکثریت یې افغانان دي له دغه هېواد څخه اېستل شوي دي. له دې ډلې څخه یې څه باندې ۹۰ زره یې امریکا ته انتقال شوي دي.
































