د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې سترې اقتصادي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی او په خبره یې افغانستان له څلورو لسیزو وروسته له بشپړ امنیت څخه برخمن شوی دی. نوموړي په نیږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ددې پروژې څخه به لومړني ګټه اخیستونکي هراتیان وي. د ټاپي پروژې کار په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په هرات ولایت کې پرانیستل شو، خو د امنیتي ستونزو له امله د دغه پروژې کار نه و پيل شوی. تر دې مخکې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عابس ستانکزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي و چې د افغانستان په خاوره کې به د تاپي پروژې کار د ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پيل شي.
































