پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هېواد پر افغان مېوو د لوړې شوې مالیی حکم بیرته واخيست او د دغه هېواد له سوداګرۍ وزارت سره یې د موټر چلوونکو لپاره د وېزو پر نوې تګلاره هم خبرې کړې دي. د افغانستان سفارت دغه څرګندونې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې په چمن او تورخم کې د افغانستان پر میوو د پاکستان د حکومت له لوري د ګمرکي محصول د لوړېدو ستونزه د دغه هېواد له چارواکو سره شریکه کړه ترڅو عاجله حل لاره ورته وموندل شي. د خبرپاڼې له مخې، د دغې ناستې په پايله کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مسوولینو وویل چې پر افغان میوو د مالیې لوړولو پریکړه یوه عمومي فيصله وه، خو له دې نه به افغانستان مستثنى وي. دغه راز د افغانستان سفارت ويلي چې په یاده ناسته کې کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر مالونو اضافي تاوان او په تورخم او چمن کې د موټر چلوونکو لپاره د ويزو پر نوې تګلاره هم خبرې وشوې. د یادونې ده چی د افغانستان سوداګرو په وروستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان ميوو د تعرفې له لوړولو شکایت درلود او ویل یې چی که دغه تعرفه راټيټه نه شي، نو دوی تاوان کوي .












